Banner

سید محمد حسین طباطبایی

03.01.2009 04:36

د Wikipedia لخوا

سید محمد حسین طباطبایی چې په علامه طباطبایی (۱۲۸۱ ه.ل. زوکړې- او ۱۳۶۰ه.ل. مړ) د شلمې پېړۍ له نامتو اسلامي فیلسوفانو، مفسرانو او د اسلامي علومو له پوهانو څخه ګڼل کېږي. دې  فیلسوف  فلسفه او [حکمت]] ، تفسیر یې په نوی انداز کې بیان کړل، د ملا صدرا د فلسفې په شننه کې یې پوره رول لوبولې، او د معرفت پېژندنې ښوونځې بنسټ یې هم اېښې دی.

دارنګه د په درځنونو علمي کتابونو په لیکلو، او د سلګونو برجسته زده کوونکو په روزنه لکه د مرتضی مطهری سره یې د خپل وخت سره سم د لودیځ مارکسیستي فلسفي ښوونځي سره په علمي توګه مبارزه کړې، او اسلامي فلسفې ته یې یو نوې ژوند ور وباښلې.

نيوليک

[پټول]

[سمادول] ژوندلیک

[سمادول] ښوونکي

[سمادول] فلسفه

[سمادول] شمېرپوهنه

[سمادول] اصول فقه

[سمادول] تألیفات او آثار

[سمادول] مشهورې لیکنې یې

علامه طباطبایي دوه عمده لیکلي اثار لری، چې یو یې په عربی ژبه د تفسیر المیزان په نامه تفسیر دۍ، چې د ۲۰  کلونو په موده کې یې په ۲۰ ټوکونو کې لیکلې. دا تفسیر تفسیر قران بالقرآن دی، یانې د قرآن تفسیر په قرآن کریم سره شوې. د طباطبایي دا اثر د سید محمد باقر موسوي همداني لخوا په فارسي (ایراني) ژبه ژباړل شوې.

بل مهم اثر یې د اصول فلسفه و روش رئالیسم په نامه دی.دا کتاب ۱۴ فلسفي لیکنې لري، چې په ۲۰مو او ۳۰مو لسیزو کې یې لیکلې دی، او مرتضی مطهری لخوا پرې د تطبیقي فلسفه په پل یې پرې لمنلیکونه او شرحه لیکې .[1]

په نورو آثارو شننې او څېړنې

  • بدایه الحکمه:

د عقلي علومو د زده کوونکو لپاره د فلسفې یوه پراخه دوره ګرځېدلې.

  • نهایه الحکمه:

دا کتاب د فلسفې د ښووندې لپاره یو ژور او لوړ اثر ګڼل کېږي.

  • حاشیه بر کفایه:

د استنباط د قوانینو په اړه یو اصولي کتاب دی.

  • د فرانسوي ختیځپوه هنري کوربان سره علمي بحثونو مشتمل کتاب.

د فرانسوي ختیځپوه هنري کوربان سره علمي بحثونو مشتمل دا کتاب د شیعه ګانو د څرنګوالي او د هغوي د ګروهي (عقیدوي) مسايلو په اړه دی.

  • رساله انسان قبل از دنیا، در دنیا و بعد از دنیا:

دا کتاب چې اوس اوس د .... په نامه ژباړل شوې، د د درېګوني عالمونو په اړه علمي مباحثې لري، او د ځوانانو د ستونزو په اړه ښه ګټور توکي لري.

زده کوونکي

علامه طباطبايي په درځنونو زده کوونکي لري، چې زیاتره یې د ایران انقلابي اخوندان جوړوي. د نامتو زده کوونکو نومونه یې په لاندې توګه دی:

  1. امام موسی صدر
  2. مرتضی مطهری
  3. سید محمد حسینی بهشتی
  4. سید جلال الدین آشتیانی
  5. علی قدوسی (داماد علامه)
  6. سید مرتضی جزایری
  7. سید محمد حسین حسینی طهرانی
  8. محمد اسماعیل صائنی زنجانی
  9. عبدالحمید شربیانی
  10. غلامحسین ابراهیمی دینانی
  11. ابراهیم امینی
  12. عبدالله جوادی آملی
  13. حسن حسن زاده آملی
  14. علی میانجی
  15. محمد جواد باهنر(شهید باهنر)
  16. عباس ایزدی
  17. ابوطالب تجلیل
  18. عزالدین حسینی زنجانی
  19. سید عبدالله جعفری(تهرانی)
  20. علی سعادت‌ پرور(پهلوانی تهرانی)
  21. دکتر جواد مناقبی (داماد علامه)
  22. محمدی گیلانی
  23. یحیی انصاری
  24. سید عبدالکریم موسوی اردبیلی
  25. سید محمد باقر ابطحی
  26. سید محمد علی ابطحی
  27. سید مهدی روحانی
  28. حسین علی منتظری
  29. محمدتقی مصباح یزدی
  30. محمد مفتح
  31. ناصر مکارم شیرازی
  32. حسن نوری همدانی
  33. حسین نوری همدانی
  34. سیدابراهیم خسروشاهی
  35. سید محمد خامنه‌ای

دارنګه یې په دېرو علمي غونډو کې ګډونونه کړي، چې نامتو ختیځپوه هنری کورباان سره یې هم ښې مباحثې کړی.

د شعر نمونه یې

همی گویم و گفته‌ام بارها بود کیش من مهر دلدارها
پرستش به مستی‌ست در کیش مهر برونند زین جرگه هشیارها
به شادی و آسایش و خواب و خور ندارند کاری دل‌افکارها
بجز اشک چشم و بجز داغ دل نباشد به دست گرفتارها
کشیدند در کوی دلدادگان میان دل و کام دیوارها
چه فرهادها مرده در کوه‌ها چه حلاج‌ها رفته بر دارها
چه دارد جهان جز دل و مهر یار مگر توده‌هایی ز پندارها
ولی رادمردان و وارستگان نیازند هرگز به مردارها
مهین مهرورزان که آزاده‌اند بریدند از دام جان تارها
به خون خود آغشته و رسته‌اند چه گل‌های رنگین به جوبارها
بهاران که شاباش ریزد سپهر به دامان گلشن ز رگبارها
کشد رخت سبزه به هامون و دشت زند بارگه گل به گلزارها
نگارش دهد گلبن جویبار در آیینهٔ آب رخسارها
رود شاخ گل دربر نیلوفر برقصد به صد ناز گلنارها
درد پردهٔ غنچه را باد بام هزار آورد نغز گفتارها
به آوای نای و به آهنگ چنگ خروشد ز سرو و سمن تارها
به یاد خم ابروی گلرخان بکش جام در بزم می‌خوارها
گره را ز راز جهان باز کن که آسان کند باده دشوارها
جز افسون و افسانه نبود جهان که بسته است چشم خشایارها
به اندوه آینده خود را مباز که آینده خوابی‌ست چون پارها
فریب جهان را مخور زینهار که در پای این گل بود خارها
پیاپی بکش جام و سرگرم باش بهل گر بگیرند بیکارها

لمنلیکونه:

  1. اصول فلسفه و روش ره‏آلیسم، مرتضی مطهری

بهرنۍ تړنې