Banner

د کايناتو حجم (د ساینس او فلسفې په رڼا کې)

06.01.2008 00:55

یه پوښټنه چې زیاتره وخت په عامه ذهنونو کې ګرځي راګرځي، هغه دا چې د کايناتو حجم څه دی؟ که چېرې دا محدود وي، نو ترکوم بریده محدود دی، او د هغه حد څخه وراخوا بیا څه دي؟ او که چېرې لامحدود وي، نو ولې!!؟؟

زیاتره وخت همداسې نظریات او ساینسي اصطلاحات د بحث موضوع وي. د ساینس د ارتقا د نظریې له مخې دا کاينات ورځ په ورځ مخ په پراخېدو دي.

د هر نوي زېږېدلي پیداېښت ددې خبرې ګواهي ورکوي، چې څښتن تعالی له دې نړۍ څخه مایوسه نه دی، ځینې ساینسي څېړنې په موجوده ۲۱مه پیړۍ کې دې پایلې  ته رسېدلي، چې د نه شتون په ټکي (د عدم ټکي «.») کې د کايناتو حجم پټ دی. او ددې پوښتنې ځواب د انسان ډي.اِن.اې ده. دا د ټولو کايناتو څرنګوالې دی، د کوم له مخې چې د کايناتو د حجم د تلاښ دروازې راخلاصېږي.

د یوه ډي.ان.اې په یوه کروموزوم کې په ملیاردونه کهکشانونه ځایدای شي. او په یوه کهکشان کې دومره کُرې راتلای شي، چې اندازه یې نشي کېدای.

کله چې د انسان د ډي.ان.اې کوډ راخلاص کړای شو، نو دا علم ترلاسه شو، چې د انسان د تېرو ۳۰۰۰ کلونو او راتلونکیو ۳۰۰۰ کلونو حالات مالوم او ترلاسه کېدای شي. دارنګه کله چې له انساني ډانچې څخه اروا بېله شي.

 

 

نو یواځينې شې، چې انسان ترې پېژندل کېږي، هغه  ډي.ان.اې ده. د څېړنو له مخې دا کاينات له خپل پیل څخه مخکې د یوه نه شتون په ټکي «.» کې ول. دا ټکې د انرژۍ په ورننوتو سره په یوه زوروره چاودنې سر ه وچاودو. او په پایله کې د وخت په تېرېدو سره طبعي عناصر  د څرنګوالي په بدلونونو او یو بل سره له یوځای کېدو څخه منځته راغلل. ساینسپوهان دا چاودنه د (big bang)  یا لویې چودنې  په نامه  یادوي.

د كائناتو د پېداېښت په اړه چې د ستورپېژندونكيو پوهانو كومه نظريه وړاندې كړې كومه چې نن د ټولو په نزد د منلو وړ ده، او هغه نظريه چې دا كائنات د يوې لوې چاودنې (بګ بېنګ) په نتيجه كې منځته راغلي. ددې نظريې تائيد تر څو پېړيو پورې د ستورپېژندونكيو پوهانو د تجربو او لرليدو څخه د لاسته راوړنو له پاېلو څخه هم ؤ. د لوى چاودنې نظريې سره سم دا كاېنات په لومړي سر كې د ناټاكلې شكل په لرلو سره د يوه ستر كاڼي (Primary Nebula) په څېر وه.

بيا د يوې سترې چاودنې (secondaray separation) په نتيجه كې كهكشانونه راپېدا شول. او دا كهكشانونه نور زيات ووېشل شول، چې له دې وېش څخه بيا ستوري، سيارې، لمر او سپوږمۍ راپېدا شول. د كاېناتو پېدېښت په يوه ځانګړي او له عقل څخه وتلي ډول سره شوې. ددې كاېناتو پېداېښت په خپلسرې ډول له شونياوو څخه وتلې. قرآن كريم د كاېناتو د پېداښت راز په داسې راښكاره كوي:


ژباړه: آيا كاپرانو پدې خبره غور او فكر ندې كړې چې (لومړې) اسمان او زمكه (سره) يو ځاى (نښتي) ول، بيا موږ سره جلا جلا كړل.( القرآن، ۳۰-۲۱)


د قرآن كريم ددې آيت او د لوې چاودنې د نظريې ترمنځ چې كوم همغږي او يوشانته والې ليدل كېږي د هغې رد په هېڅ ډول ناشونې دى. دا څرنګه كېداى شي چې ۱۴ پېړۍ مخكې د عربو په صحرا كې داسې يو كتاب بياموندل شي چې داسې يوه رېښتوني ساېنسي حقيقت پكې موجود وي.

 ساینسپوهانو او فېلسوفانو د کایناتو په دې فطري سفر باندې ډېر کار کړې. ددوي په وړاندې ټول کاينات په عدم کې لامبو وهي. په دې دوران کې یو فطري انډول (توانزن) شته، او د راښکلو (جذب) او رد ځانګړتیاؤ په درلودو سره کايناتي نظام ولاړ دی. 

د یوه شي راګېرونه یا د هغې د حجم کچه مالومول په هغه صورت کې شونې وي، چې هغه شې پخپله شتون ولري. دارنګه عدم کوم شتون نلري، نو ځکه یې د حجم کچه مالومول هم ناشونې دي.