Banner

انېكزېمنډر (Anaximander)

08.12.2007 23:34 له تېلېز څڅه وروسته د ايونيا دويم فېلسوف انېكزېمنډر ؤ. انېكزېمنډر د تېلېز وطندار او زده كوونكې ؤ. دې له تېلېز څخه تقريبا ۴۰ كاله وروسته زېږېدلې ؤ (نو پدې ډول دده د فكر و نظر وخت بايد چې له ۵۴۰مخزېږد كال څخه پيل شي). دده په اړه چې كوم مالومات نن سبا ترلاسه كېږي د هغو مفكرينو څخه دي، چې له ده څخه وروسته زوكړو فېلسوفانو څخه ترلاسه شوي دي. د لرغونيو پيرونو رواياتو مطابق ده يو كتابګوټې وليكله، مګر له بدقسمتۍ څخه يې هغه كتابګوټې ضايع شو.
دې يو ذهني او تخليقي مفكر ؤ، او په جغرافيه او ستورپېژندنې په علومو كې يې ځانګړې ځاى درلود. دې لومړنې كس ؤ،
چې د ګردې نړۍ نقشه يې جوړه كړې وه.