Banner

شاه ولي الله

13.11.2007 02:44


د شاه ولي الله قبر
د شاه ولي الله قبر

شاه ولي الله د اسلامي هند د پير يو نامتو اسلامپوه او د اتلسمې پيړۍ د اسلام مجدد ؤ، چې په خپل څښتن وركړي وړتيا يې د اسلامي واكمنۍ لړزېدونكي بنسټونو ته د پېړيو، پېړيو لپاره نور ژوند وروباښه.

دې د خپل پير يو نامتو ديني عالم ؤ، څخه پرته د پوهو يوه خزانه وه، د شريعت د قوادو مجدد او د طريقت د قوانينو قانون جوړونكې بلل كېږي. ده د خلپلې لرليد له مخې داسې ويلي: زه د حاضر وخت د امام درجه لرم، ځكه چې په پوهه او حكمت كې پوره برلاسي لرم.


د شاه ولي الله په اړه د هند نامتو ليكوال او څېړونكې رياض صديقي داسې ليكي

د انقلاب امام ستر مجتهد حضرت شاه ولي الله دهلوي د مسلمانو پوهانو او مفكرينو څڅه لومړنې كس دى، چې له قرآن او حديث او د صحابه له ويناؤ څخه يې د هغه وټه اييز (اقتصادي) اروا په نښه كړې ده، چې كومه چې د اسلامي رياست د ملا د تير حيثيت لري.

بل ځاى كې داسې ليكي:

د هغه په فكر كې د : ساېنس، حكمت (فلسفې)، ټولنپوهنې، پېښليك (تاريخ)، اقتصاد، الهيات، رياست، نړيوالو اړيكو او سوداګرۍ او صنعت په څېر موضوعات خپرې وى.

 

نوم، پېداېښت، زده كړې او مړينه

د شاه ولي الله دهلوي پوره نوم، ابو الفياض قطب الدين احمد بن ابو الفيض شاه عبدالرحيم شاه وجيه الدين بن معظم العمري الدهلوي دى. د نسب لړۍ يې د پلار له لورې په نهه ويشتم نيكه كې د اسلامي له دويم خليفه حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه سره نښلي، او د مور له اړخه د حضرت اما موسى كاظم رضي اله عنه سره نښلي.

داسې مشهور ده، چې د شاه ولي الله له زېږېدو څخه مخكې د هغه پلار شاه عبدالرحيم ته يو غيبي غږ وش، چې د خپل راتلونكي زوكړي زوى نوم قطب الدين احمد كښېدي، چې د همدې لارښوونې په پلي كولو سره دده نوم قطب الدين احمد كېښودل شو. او له دې نوم سره يې د شاه ولي الله ورستاړې هم وراضافه كړ. مګر دا نوم يې مشهور نه شو. دده تاريخي نوم عظيم الدين دى.

د شاه ولي الله زوكړه د شوال په څلورمه نيټۀ كال ۱۱۱۴هجري سپوږميز، چې د فبرورۍ له ۱۰مې كال ۱۷۰۳ز سره سمون خوري د لمر ختو پر وخت د هندي مظفرنګر په ولسوالۍ دې فاني نړۍ ته سترګې پرانيستې.


زده كړې

كله چې د شاه ولي الله عمر پينځو كلونو ته ورسېد، نو د ښوونځي پر لور يې ولېږه، په اووه كلنۍ كې يې پلار لمونځ او روژه هم ورباندې پيل كړه. د اووم كال په ختمېدو سره شاه صېب قرآن په يادو زده كړې ؤ. د پاړسو او عربي ژبو زده كړه يې هم پيل كړه. د لسو كلو په موده كې ؤ، چې د جامي شرحه يې هم ولوسته، له دې څخه وروسته په ده جې د كتابونو لوستو تلوسه پيدا شوه.


واده او اولاد

شاه صېپ په څوارلس كلنۍ كې د خپل ماما شاه عبيدالله له لور سره واده وكړ، له واده څخه يو كال وروسته يې له خپل پلار سره د سلوك (تصوف) بيعت وكړ، او د نقشبنديانو په ډله كې ورګډ شو. دويم واده يې په ۱۱۵۷ز كال د مولوي حامد علي سون پتي له لور سره وكړ. له دې دويمې ښځې څخه يې څلور اولاده وزېږېدل، چې نومونه يې په دې ډول دي:

  • شاه عبدالعزيز
  • شاه رفيع الدين
  • شاه عبدالقادر
  • شاه عبدالغني

دې زامنو له خپل پلار څخه د فراغت سندونه ترلاسه كړل، او د پوهې لوړو پوړيو ته يې ځانونه ورسول.


د شاه ولي الله شخصيت او ځانګړتياوې

د شاه ولي الله پوهنيزې، فلسفي، ټولنيزې، تصوفي او فقهي ليكنې

تاريخپوهانو او ادبپوهانو دده د ليكنو شمېره د سلو شاوخوا بيان كړي، چې له دې ډلې څخه يې لاندې كتابونه د يادولو وړ دي:

قرآن


سپېڅلې حديث

  • شرح موطاء (مسمي)
  • شرح موطاء مصفى (پاړسو)
  • اربعون حديثا سلسله بالاشراف في غالب سندها
  • الدر الثمين في مبشرات النبي الامين
  • النوادر من احاديث سيد الاوائل و آخر
  • الفضل في السلسل من حديث النبي الامين
  • الارشاد الهي مهمات علم الاسناد
  • تراجم البخاري
  • شرح بعض ابواب البخاري
  • انتباه في سلاسل اولياء الله و اسانيد دارشي برسول الله


د شاه ولي الله فلسفي نظريات او افكار

دا هم وګورئ

سرچينې

باندنۍ تړنې

دا هم وګورئ

سرچينې